اوکراین او روسیې پرون شاوخوا ۵۰ تنه اسیران تبادله کړي

د اوکراين او روسيې د بنديانو تبادله، انځور - ارشيف

دا په یوه اوونۍ کې د دواړو خواوو ترمنځ د جنګي بندیانو دوهمه تبادله ده.

د اوکراین د ولسمشرۍ د دفتر رئیس اندري یرماک وویل، د دوو خواوو ترمنځ د اسیرانو د تبادلې په لړ کې د اوکراین د ملي ګارډ ۲، د پوځ ۱۰، د سمندري ځواک او سرحدي ګارد ۶ او د دفاعي ځواک ۱۲ غړي خپل هېواد ته ور وګرځېدل.

د روسیې او اوکراین استازو د بندیانو د تبادلې په اړه تېره اوونۍ په متحده عربي اماراتو کې خبرې وکړې.