د بشري حقونو شورا نن ايران کې د اعتراض کوونکو د ځپنې په اړه بحث کوي

ايران کې لاريونونه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا به نن پنجشنبه یوه بېړنۍ غونډه وکړي چې په‌کې د ایران د مظاهره چیانو د پراخې ځپنې په اړه بحث کېږي.

دغه غونډه چې د څه باندې پنځوسو هېوادونو په ملاتړ د جرمني او آيسلنډ په غوښتنه بلل شوې، په ايران کې د دوو میاشتنیو لاريونو په دوام جوړېږي.

په ایران کې وروسته له هغې مظاهرې پیل شوې چې یوه ځوانه ایرانۍ نجلۍ مهسا امیني د سپټمبر په ۱۶مه د اخلاقي امنیت د پولیسو په توقیف کې مړه شوه.

تر اوسه په ایران کې د پیل شویو مظاهرو پر مهال لږ تر لږه ۴۱۶ کسان وژل شوي دي.