پوتين: له افغانستان د سيمې هېوادونو ته د ترهګرۍ پراخېدو ګواښ شته

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ډله‌‌ییز امنیت تړون سازمان (CSTO) په غونډه کې له افغانستان نه د سیمې هېوادونو ته د ترهګرۍ د پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې.

کرملین وايي، د دغه سازمان غونډه چې د چهار شنبې په ورځ په مسکو کې وشوه د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په خپله وینا کې په افغانستان کې د افراطي ډولو او دغه شان د ترهګریزو فعالیتونو د زیاتېدو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې.

پوتین وویل، اوس له افغانستان نه د ډله‌‌ییز امنیت تړون د سازمان (CSTO)غړو ته وسله‌وال ګواښونه لوړ دي.

"زه د خپلو همکارانو اندېښنې شریکوم چې د افغانستان د وضعیت په اړه یې کړي"

د نوموړي په خبره، تېره اونۍ د روسیې په کوربه‌توب د مسکو فارمټ ناسته کې هم روسیې، چین، پاکستان، ایران، هند او یو شمېر نورو سیمه‌يیزو هېوادونو په افغانستان کې د ترهګرۍ د پراخېدو او مخنیوي په اړه مشورې وکړې او دا ښېي چې په دې برخه کې اندېښنې لوړې دي.

نوموړي وويل: "زه د خپلو همکارانو اندېښنې شریکوم چې د افغانستان د وضعیت په اړه یې کړي، دا مسله پېچلې پاتې ده، د CSTO سازمان غړي هېوادونه په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو د پراخېدو په اړه اندېښنې لري، د منځنۍ اسیا هېوادونو د اوسېدونکو تر منځ د افراطي ایډیالوژۍ خپرېدل په سیمه کې د افراطي ډلو د فعالیت د زیاتېدو خطر زیاتوي، دا په حقیقت کې موږ ټولو ته د اندېښنې وړ مسله ده."

د ډله‌ييز امنيت د تړون سازمان غونډه

د ډله‌‌ییز امنیت تړون سازمان (CSTO)په غونډ کې د روسیې ولسمشر وویل، هغه ګواښونه او اندېښنې چې د افغانستان نه د سیمې هېوادونو ته متوجې دي پرته له شکه چې د سختې او ګډې مبارزې په ترڅ کې لرې کېدای شي چې دغې برخې ته ټول ژمن دي.

پوتین وویل، د ډله‌‌ییز امنیت تړون د سازمان (CSTO) بل لومړیتوب دا دی چې په افغانستان کې د یو ټول شموله حکومت د جوړېدو لپاره جدي کار وکړي.

د پوتین په خبره، روسیه او ورسره نور ملګري هېوادونه به هڅه وکړي چې په افغانستان کې داسې یو ټول شموله حکومت رامنځته کړي چې په‌کې ټول قومونه خپل ځان شامل وګڼي.

خو طالبانو بیا مخکې په وار وار ویلي چې د دوی حکومت ټول شموله دی.

"زه دا ردوم چې د افغانستان په حدودو کې داسې څوک وي چې نورو هېوادونو ته دې تهدید پېښ کړي"

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان نه د تروریستي تهدیدونو اندېښنې بې ځایه دي.

ښاغلي مجاهد ويلي: "زه دا ردوم چې د افغانستان په حدودو کې داسې څوک وي چې نورو هېوادونو ته دې تهدید پېښ کړي، د دې اطمينان لپاره موږ مکرر ډول باندې خپلو ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان له خاورې به د هیڅ یو هېواد په ضد کار نه اخیستل کېږي، د دغو اطمینانو سره سره چې بیا هم داسې ادعاوې کېږي دا تاسف وړ دي."

ذبيح الله مجاهد

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهر الدین د ملګرو ملتونو په ۷۷یمه سرمشریزه کې ویلي و چې، د افغانستان وضعیت د طالبانو له کنټرول وتلی او دا هېواد په چټکۍ سره د ترهګرو ډلو په پټن‌ځای بدلېږي.

نوموړي ادعا کړې وه، چې د افغانستان له خاورې وسله‌وال د دوی پولو ته نږدې شوي دي هغه ادعا چې طالبانو بیا رد کړې وه.

د طالبانو حکومت بیا دغو اندېښنو تازه څه نه‌دي ویلي.

د یادونې ده، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ او ترهګریزو فعالیتونو د پراخېدو په اړه اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوې، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د اګسټ په لومړۍ نېټه اعلان وکړ، چې د جولای د ۳۱مې په سهار د امریکا په برید کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په کابل کې په خپل استوګنځي کې وژل شوی دی.