واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له افغانستان څخه د خلکو د وتلو لړۍ تر پخوا چټکه شوې ده.
بېکاري، د ژوند نامعلوم برخليک او اقتصادي ستونزې د دې لامل ګرځېدلي دي چې ډېری خلک په ځانګړي ډول ځوانان له هېواد څخه د وتلو په لټه کې شي.
هرات او نيمروز چې له ایران سره ګډه پوله لري هره ورځ ترې زیات شمیر ځوانان په قانوني او غیري قانوني لارو د وتلو هڅه کوي.
دا په داسي حال کې ده چې، پر طالبانو تور دی چې د مسلکي کسانو پر ځای یوازې خپلو ملګرو ته دندې ورکوي.
نور تفصیل د صادق رښتيني په راپور کې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5