امريکا له اوکراين سره نوره پوځي مرسته اعلان کړه

اوکراين سره د امریکا پوځي مرسته

د امریکا متحد ایالتونو له اوکراین سره د نورو پوځي مرستو اعلان وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې وویل چې، د څلور سوه میلیونه ډالرو په ارزښت وسلې، مهمات او هوایي دفاع سیستم به اوکراین ته وسپاري چې د ځان دفاع وکړي.

له کله چې جو بایډن د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر شوی دی؛ واشنګتن له اوکراین سره تر اوسه د نولس اعشاریه اووه میلیارډه ډالرو په ارزښت پوځي مرستې کړې دي.

د اوکراين ولسمشر په وار وار له لوېديځوالو غوښتي چې د روسيې د يرغل پر وړاندې دې ورسره مرستې وکړي.