د فوټبال نړيوال جام؛ نن مراکش او کرويشيا لوبه کوي

قطر کې د فوټبال نړيوال جام لوبغالی

په قطر کې د فوټبال نړیوال جام د سیالیو په لړ کې، نن چهارشنبه د کابل پر وخت د ماسپښین دوه نیمې بجې مراکش او کرویشیا مسابقه کوي.

دویمه لوبه د مازیګر پنځه نیمې بجې د جرمني او جاپان ترمنځ کېږي او په درېیمه لوبه کې به دشپې اته نیمې بجې هسپانیا او کوستاریکا د مسابقې ډګر ته ووځي.

څلورمه مسابقه د کابل پر وخت دشپې یوولس نیمې بجې د بلجیم او کاناډا ترمنځ کېږي.

په پرونیو مسابقو کې سعودي عربستان وتوانېد په غیرمنتظره ډول ارجنټاین ته دوه د یو په وړاندې ماتې ورکړي.

ډنمارک او ټونس صفر د صفر په وړاندې مساوي شول.

د مکسیکو او پولنډ ترمنځ مسابقه هم صفر د صفر په وړاندې مساوي پای ته ورسېده.

فرانسه وتوانېده اسټرالیا ته ۴ د ۱ په وړاندې ماتې ورکړي.

په قطر کې دغه مسابقې تېره یکشنبه پیل شوې، چې د جام ګټونکی به د ډسمبر میاشتې پر ۱۸مه معلوم شي.