د ايران قضايه قوې دغه هېواد کې د ناکراريو په تړاو د ۲۴۰۰ کسانو د تثبيتېدو خبر ورکړی

ايران کې لاريونونه

د ایران قضاییه قوه وايي، چې په ایران کې د ناکراریو د اړوندو جرمونو په تړاو ۲۴۰۰ کسان تثبیت شوي دي.

په ایران کې دا ناکرارۍ وروسته له هغې پیل شوې، چې یوه ۲۲ کلنه مېرمن مهسا امیني د ګشت ارشاد پولیسو له خوا په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور توقیف شوه او وروسته سې د سپټمبر میاشتې پر ۱۶مه ساه ورکړه.

تر دې وروسته په ټول ایران کې اعتراضونه پیل شول.

اعتراض کوونکي وايي، مهسا امیني د شکنجې په نتیجه کې ساه ورکړې ده.

د ایران د قضاییه قوې ویاند مسعود ستایشي پرون سې شنبه خبریالانو ته وویل، چې څه باندې یو زر او سل نور تورن کسان د خپلو دوسیو په اړه پرېکړو ته په تمه دي.

ستایشي ویلي چې ابتدایه محکمې به د څه باندې ۲۴۰۰ کسانو په اړه چې په وروستیو مظاهرو کې په دخالت تورن دي، خپلې پرېکړې اعلان کړي.

دغه کسان د حکومت د ناراضو کسانو د ځپلو د عملیاتو د یوې برخې پر مهال نیول شوي دي.

ستایشي د ټولو نیول شویو کسانو دقیق شمېر ونه وایه، خو زیاته یې کړه چې په نیول شویو کسانو کې ۴۰ بهرني وګړي هم شامل دي.