افغانستان کې د سينه‌بغل او په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی

ارشيف

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، هغو روغتونونو ته چې دوی یې ملاتړ کوي، په خوارځواکۍ او سینه بغل د اخته کسانو د انتقال بهیر زیات شوی دی.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې یا (ICRC) ویاند پروېز احمد فیضي پرون په دې باب د ارقامو له وړاندې کولو پرته وویل: "د سره صلیب نړیوالې کمېټې تر ملاتړ لاندې روغتونو کې په خوارځواکۍ او سینه بغل د اخته کسانو لېږد زیات شوی دی. د سره صلیب نړیوالې کمېټې په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د ۳۳ لویو روغتونو مالي ملاتړ کړی. تر لسو زرو د ډېر پرسونل معاشونه، د درملو او روغتیايي توکو لګښت برابر کړی دی. دغو روغتونو ته نږدې ۲۶ ملیونه وګړو د روغتیايي خدماتو لپاره مراجعه کړې ده."

د ماشومانو د ملاتړ موسسې یا (Save The Children) په وږي/ سنبلې میاشت کې ویلي وو، په افغانستان کې د بشري بحران له کبله د ماشومانو وضعیت ناوړه دی.

دغې ادارې ویلي وو، په افغانستان کې ۸۰ فیصده ماشومان هره شپه د کافي خوړو نه درلودلو له کبله وږي ویده کېږي.