سره صليب نړېوالې کمېټې افغانستان کې د بشري بحران پراخېدو ته اندېښنه ښودلې

ارشيف

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، په افغانستان کې د روان بشري بحران په اړه ، چې په ملیونونو کسان یې اغېزمن کړي، اندېښنه لري.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې یا (ICRC) ویاند پروېز احمد فیضي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل: "د سره صلیب نړیواله کمېټه په افغانستان کې د بشري بحران لا پراخېدو ته اندېښنه لري، چې په افغانستان کې یې ملیونونه وګړي اغېزمن کړي دي. زیاتېدونکو اقتصادي ننګونو د افغانستان خلکو ته د را روان ژمي په وړاندې مقابله سخت کړې ده. په افغانستان کې په ملیونونو افغانان کافي خواړه نه‌لري، چې په راروان ژمي کې ځانونه تودولی نه‌شي."

زیاتېدونکو اقتصادي ننګونو د افغانستان خلکو ته د را روان ژمي په وړاندې مقابله سخت کړې ده."

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي د یوه کال په بهیر کې یې ۱۲۰۰۰ بندیانو ته درې وخته خواړه، په زرګونو زیانګالو کورنیو او کروندګرو ته نقدي مرستې ورکړي دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې عملیاتي مشر، مارټین شوئپ (Martin Schüepp) له شنبې راهیسې په افغانستان کې دی.

هغه پرون په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي، چې ژمی را روان دی او په کابل کې د هوا درجه منفي دوو سانټي ګرېډو ته هم راټیټېږي.

افغانان سږ کال ژمي کې تر بل هر وخت د لوږې له ګواښ سره مخ دي، انځور - ارشيف

د سره صلیب نړیوالې کمېټې عملیاتي مشر وايي، ګڼ کسان د سکرو او ډبرو سکرو د رانیولو وس نه‌لري.

هره ورځ د ازادۍ راډیو ګڼ اورېدونکي په خپلو پیغامونو کې وايي، چې اقتصادي وضعیت یې خراب دی او کېدونکې مرستې هم تر ډېره اړو کسانو ته نه رسېږي.

"هغه مرستې چې د نړیوالې ټولنې له‌خوا راځي، نېستمنو کسانو ته نه رسېږي"

يو اورېدونکی په خپل پيغام کې وايي: "هغه مرستې چې د نړیوالې ټولنې له‌خوا راځي، نېستمنو کسانو ته نه رسېږي، هماغه زورور کسان یې اخلي، نړیوالې ټولنې ته ووایاست چې دا ډول مرستې مه کوئ، بندې یې کړئ. دا مرستې اړو او نېستمنو کسانو ته نه رسېږي."

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې یا (ICRC) ویاند پروېز احمد فیضي وايي، د خلکو اړتیاوو ته په پام سره د دوی مرستې کافي نه‌دي.

نوموړی وايي: "د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مرستو سره- سره لا هم ګڼې ننګونې پر ځای پاتې دي. د سره صلیب نړیواله کمېټه افغانستان ته د بشري او پراختیایي سازمانونو د راستنېدو غوښتونکې ده، څو دغو ننګونو ته چې د افغانستان وګړي ورسره مخامخ دي، په ډله ییز ډول یو اقدام وشي."

يو شمېر خلکو سره مرستې، انځور - ارشيف

پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته ګڼ سازمانونه له افغانستانه ووتل، یا یې هم خپل فعالیتونه محدود کړل.

د دې تر څنګ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي، افغانې کورنۍ د هوا له سړېدو او تر وخت مخکې د واورې له اورېدو کړېږي.

اوچا وايي په افغانستان کې ۲۴ ملیونه او ۴۰۰زره وګړي، په مایوسوونکيو شرایطو کې ژوند کوي، چې بیې لوړې شوي او دوی د تودو جامو، سرپناه او پیسو په څېر مرستو ته اړتیا لري.