روسیه د ۲۰۲۳ مونیخ نړیوال کنفرانس ته نه بلل کېږي

ارشیف: په ۲۰۲۰ کال کې د مونیخ کنفرانس یو انځور

د ۲۰۲۳ کال مونیخ نړیوال امینتي او نظامي کنفرانس ته د روسيې رسمي پلاوی نه وربلل کېږي.

دغه خبره الماني ډپیلوماټ او د مونیخ کنفرانس مشر کریسټوف هیوزګین پرون په یوه ټویټ کې کړې ده.

هغه لیکلي: "موږ به دوی 'روسانو' ته د پروپاګند لپاره داسې یو پلټ فارم ورنه کړو."

د مونیخ نړیوال نظامي او امینتي کنفرانس چې د نړیوالو مسایلو د بحث لپاره یو مخکښ فورم دی د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په ۱۷مه پیلېږي او په ۱۹مه پای ته رسېږي.

د تېرې فبرورۍ راهیسې چې روسیې پر اوکراین برید کړی لوېدیځو هېوادنو پر روسیې بندیزونو ته مخه کړی ده.