د ايران بشري حقونو مرکز: اعتراضونو کې تر دې مهاله ۴۱۹ کسان وژل شوي

ايران کې اعتراضونه

د ایران د بشري حقونو مرکز وايي، د ایران په عمومي اعتراضونو کې تر پرونۍ یکشنبې پورې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۱۹ تنو ته رسېدلی دی.

د دې راپور پر اساس، د سنبلې د میاشتې له شپږویشتمې، چې په ایران کې اعتراضونه پیل شوي، تر پرونه پورې همدومره اعتراض کوونکي د مظاهرو په ترڅ کې وژل شوي چې د هغو په منځ کې لږ تر لږه ۶۰ تنه ماشومان او تر اتلس کلونو کشران دي.

د دې مرکز د مالوماتو پر اساس، تر پرون پورې په مظاهرو او اعتراضونو کې لږ تر لږه ۱۷ زره ۴۵۱ تنه اعتراض کوونکي نیول شوي دي.