افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومان شمېر ډېر شوی

يو خوارځواک افغان ماشوم، انځور - ارشيف

یوې نړیوالې مرستندویې موسسې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د جنورۍ له میاشتې را په دې خوا د خوارځواکۍ په خطرناک ډول د اخته ماشومانو شمېر ۴۷ سلنې ته زیات شوی دی.

د سېف ده چلډرن موسسې د راپور له‌مخې، په دغو ماشومانو کې ځینې نوزېږي مخکې تر دې چې درملنه یې وشي مړه کېږي.

په داسې حال کې چې افغان کورنۍ د لوږې له بې‌ساري بحران څخه کړېږي، په وروستیو میاشتو کې د خوارځواکو ماشومانو د درملنې لپاره اړتیا زیاته شوې.

د راپور له‌مخې، په جنورۍ کې د سیف ده چلډرن ۵۷ ګرځنده ټیمونو د درملنې لپاره شاوخوا دوه نیم زره ماشومان بستر کړل.