قطر کې د نړيوال جام پيل؛ کمساري مراسم ورته نيول شوي وو

قطر کې د نړيوال جام مراسم

د قطر په الخور ښار کې البیت لوبغالی د نړیوال جام د شانداره او له شوره ډکو مراسمو شاهد و.

د پرانیستې په مراسمو کې ځانګړې سندرې وویل شوې، په زړه پورې نندارې او اورلوبې وشوې.

په البیت لوبغالي کې شاوخوا ۶۰ زره کسانو لوبه په ژوندۍ بڼه کتله، خو د نړۍ په میلیونونو خلکو د فوټبال د نړیوال جام د پرانیستې مراسم او لومړۍ لوبه په ټلوېزیونو ولیدله.

د نړیوال جام کوربه قطر د تېرې شپې په لوبه کې ښه ونه ځلېد او د اکوادور په وړاندې یې ۲-۰ ماته وخوړه.

قطر کې د فوټبال نړيوال جام

دا لومړی ځل دی چې قطر په نړیوال جام کې ګډون کوي.

نن به درې لوبې ترسره کېږي، چې لومړۍ لوبه کې به د انګلستان لوبډله د افغانستان پر وخت مازدیګر ۵:۳۰ بجې له ایران سره لوبه کوي، دویمه لوبه به د هالنډ او سینیګال ترمنځ د ماښام په ۸:۳۰ بجو او درېیمه لوبه به د شپې پر ۱۱ نیمو بجو د امریکا او وېلز تر منځ وشي.

د لومړي ځل لپاره د فوټبال نړیوال جام په یوه عربي هېواد کې ترسره کېږي او دا په تاریخ کې لومړی وار دی چې دغه ستر سپورتي جشن له دوبي څخه مني ته لېږدول کېږي.

لامل یې په اوړي کې په قطر کې زیاته تودوخه یاده شوې.

قطر کې د فوټبال نړيوال جام

د نړیوال جام د سټډیومونو او نورو ټولو اړوندو لګښتونو دقیق حساب نه‌دی معلوم خو د واشنګټن پوسټ په ګډون ځينو رسنیو راپور ورکړی چې قطر د سږني نړیوال جام لپاره شاوخوا ۳۰۰ میلیارده ډالره لګولي دي.

د دغو رسنیو د معلوماتو له مخې، روسیې د ۲۰۱۸ کال په نړیوال جام کې ۱۴ میلیارده او ۲۰۰ میلیونه ډالره ولګول.