ترکیې د سوریې په شمال او عراق کې پر ځینو سیمو بریدونه کړي

ارشیف

د ترکیې دفاع وزارت وايي، د سوریې په شمال او عراق کې یې پر ځینو سیمو بریدونه کړي چې د کردانو ډلې یې په نښه کړي دي.

انقره د کردانو دغه ډلې په استانبول کې د تېرې اوونۍ د چاودنې مسوول ګڼي.

د ترکیې دفاع وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دوی جنګي الوتکو د کردانو د کارګرانو ګوند پر مرکزونو او د ولسي خوندیتوب پر قطعاتو حملې کړې دي.

د اعلامیې په دوام د پوځي عملیاتو په تړاو راغلي چې د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې پر اساس ترکیې دغه عملیات د ځان د دفاع لپاره کړي دي.

د استانبول په مرکزي برخه کې د تېرې اوونۍ په چاودنه کې لږ تر لږه ۶ کسان ووژل شول او تر ۸۰ زیات نور ټپیان شوي دي.