له سریلانکا سره د سیالیو لپاره افغان کرکټ ملي لوبډله اعلان شوه

سریلانکا سره د سیالیو لپاره د افغان لوبډلې نوملړ

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د سریلانکا په وړاندې یې د راروانو سیالیو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه.

دغه درې یوورځنۍ یا پنځوس اووره سیالۍ به د نومبر میاشتې پر ۲۵مه، ۲۷مه او ۳۰مه نېټه د سریلانکا په پالیکي نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.

د حشمت اله شهیدي په لوبډلمشرۍ په دې نوي ترکیب کې رحمت شاه زرمتي، رحمان اله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، نجیب اله ځدراڼ، شاهداله کمال، اکرام علي خېل، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، مجیب الرحمن، عظمت اله عمرزی، نور احمد لکڼوال، فضل الحق فاروقي، فرید احمد ملک، یمین احمدزی او ضیاء الرحمن اکبر شامل دي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله دا مهال د دغو سیالیو لپاره د چمتووالي په هدف په اماراتو کې په تمرینونو بوخته ده او راروانه سې شنبه سریلانکا ته روانېږي.

په همدې حال کې کرکټ بورډ پرون په یوه اعلامیه کې ویلي چې له سوپرکولا ملي شرکت سره د ملي لوبډلې د کورنیو او بهرنیو مهمو سیالیو د مالي ملاتړ اوږدمهاله تړون لاسلیک شو.