بریتانیا د څه باندې ۵۹ میلیون ډالرو په ارزښت اوکراین سره پوځي مرسته کوي

د اوکراین ولسشمشر زیلینسکي او د بریتانیا صدراعظم سوناک کییف کې د خبري غونډې پرمهال

بریتانیا په پام کې لري چې د ۵۹ میلیون او ۴سوه زره امریکايي ډالرو په ارزښت اوکراین ته د هوايي دفاع یوه پوځي کڅوړه یا بسته ورکړي.

د پوځي مرستو په دې کڅوړه کې د الوتکو ضد وسلې او هغه ټکنالوژي شامله ده، چې د ایران له خوا روسیې ته ورکړل شوې الوتکې ویشتلی شي.

د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک پرون شنبه کییف ته د خپل لومړني رسمي سفر پر مهال دا خبره وکړه.

سوناک وویل، چې په دغو مرستو کې د رادار دستګاه، د ډرون ضد تجهیزات او د سړو له کبله بشري ملاتړ او نور توکي شامل دي.