بریتانیا: ایران د وینو بهېدو لامل کېږي

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیفیرلي

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر نن ایران تورن کړ چې د وینو د بهېدو لامل کېږي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیفیرلي د بحرین په پلازمېنې منامه کې یوې غونډې ته وویل چې هېواد به یې له خپلو متحدانو سره ګډې هڅې وکړي چې د ایران مخه ونیسي.

اوکراین او لوېدیځ متحدان یې ایران تورنوي چې روسیې ته ډرون الوتکې ورکوي او روسیې له دې الوتکو په وروستیو کې د اوکراین په جګړې کې استفاده کړې ده.