روسي چارواکي: روسي ځواکونه په کريميا ټاپو‌وزمه کې خپل سنګرونه پياوړي کوي

روسي سرتېري، انځور - ارشيف

روسي چارواکي وايي، ځواکونه يې په کريميا ټاپو‌وزمه کې خپل سنګرونه پياوړي کوي.

د اوکراین په خرسون سیمه کې د اوکرایني ځواکونو له پوځي بریاوو وروسته د اشغال شوې کریمیا لپاره د مسکو له‌خوا ټاکل شوی مشر وايي روسي ځواکونه په دې ټاپو‌وزمه کې چې مسکو په ۲۰۱۴ کال کې له اوکراین څخه ونیوله، د خپلو سنګرونو د پیاوړي کولو په حال کې دي.

سیرګي اکسیونوف نن پر ټلګرام په یو بیان کې ویلي دي چې دی په کریمیا کې د روسي ځواکونو د سنګرونو د ټینګېدو د جریان څارنه کوي.

اوکراین ویلي دي چې غواړي کریمیا بېرته ونیسي.