د خرسون ازاد شوی ښار ویجاړي، هیجان او خپګان یوځای تجربه کوي

Your browser doesn’t support HTML5

د اوکراین ختیځ د روس او اوکرایني ځواکونو د سختې جګړې شاهد دی. تازه اوکرایني چارواکو ویلي چې په دونتسک او لوهانسک کې یې د روسیې پراخې حملې په شا تمبولي. روسیې د اوکراین د انرژۍ پر تأسیساتو هم حملې کړي او د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي په وینا د اوکراین ۱۰ ملیونه وګړي د برېښنا له پرې شوي جریان سره مخ دي.

د اوکراین ختیځ د روس او اوکرایني ځواکونو د سختې جګړې شاهد دی. تازه اوکرایني چارواکو ویلي چې په دونتسک او لوهانسک کې یې د روسیې پراخې حملې په شا تمبولي.

روسیې د اوکراین د انرژۍ پر تأسیساتو هم حملې کړي او د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي په وینا د اوکراین ۱۰ ملیونه وګړي د برېښنا له پرې شوي جریان سره مخ دي.

په ورته وخت کې، تېره اوونۍ خرسون ته د اوکرایني ځواکونو بېرته ورتګ او د دغه ښار نیول چې روسانو لاندې کړی و، د اوکراین لپاره ستره بریا بلل کېږي.

د ازادي راډیو خبریال په دغه راپور کې، په خرسون کې یوه ورځ ژوند انځور کړی دی.