ملګري ملتونه: د اوکراين د غلو دانو صادراتو پروګرام څلور مياشتې وغځول شو

هغه کښتۍ چې له اوکراين يې غلې دانې صادرولې

ملګري ملتونه وايي، د تورې بحیرې له بندرونو څخه د اوکرایین د غلو د صادراتو پروګرام څلور میاشتې نور هم وغځول شو.

دغه سازمان پرون وویل چې په تړون کې کوم بدلون نه‌دی راغلی.

که تړون نه وای غځېدلی نو د صادراتو بهیر د نومبر نولسمې هاخوا بندېده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی چې روسیې د دې موافقې د تمدید اجازه ورکړې ده.

د ملګرو ملتونو او ترکیې په نوښت روسیې څو میاشتې مخکې له تور سمندرګي د اوکرایین د غلو د صادراتو اجازه ورکړه.

د تړون له مخې د غلو د لېږد لپاره یو خوندي دهلیز جوړ شو خو شرط دا اېښودل شوی وو چې په کښتیو کې به وسلې نه لېږدول کېږي.