توماس نيکلاسن طالبانو ته: د فوټبال نړيوال جام به افغانستان ته الهام بښونکی وي؟

قطر کې د ۲۰۲۲ فوټبال نړيوال جام

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن له طالبانو پوښتنه کړې چې ایا د فوټبال نړیوال جام به افغانستان ته الهام بښونکی وي؟

توماس نیکلاسن د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر سهیل شاهین د څرګندونو په غبرګون دا خبره کړې.

شاهین په خپل ټوېټر خوښي ښودلې چې لومړی وار د منځني ختیځ یو هېواد، قطر د نړیوال جام کوربه دی او دا چې یو نیم میلیون کسان به له ټولې نړۍ د لوبو لیدو ته ورځي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن د شاهین د ټوېټ په غبرګون پوښتنه کړې چې ایا دا مسله د افغانستان لپاره د الهام سرچینه کېدای شي؟

ایا افغانستان کولای شي د ۲۰۴۲ کال د فوټبال نړیوال جام کوربه وي هغه هم داسې وخت چې ۲۰۳۹ کال کې یې د ښځو د نړیوال جام کوربه توب کړی وي؟

لوړپوړي طالب چارواکي داسې وخت د فوټبال د نړیوال جام په تړاو څرګندونې کړي چې په افغانستان کې یې د ښځو ورزش بند کړی او د نارینه لوبغاړو په وړاندې یې هم یو لړ محدودیتونه لګولي.