توماس وېسټ: افغانان د خوراکي توکو مرستې ته سخته اړتیا لري

ارشیف

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي افغانان د خوراکي موادو مرستې ته سخته اړتیا لري.

توماس ویست نن سهار په خپل ټوېټر دا خبره کړې او هم یې افغانانو ته د خوراکي موادو په رسولو کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام کار حیاتي بللی.

هغه ویلي چې امریکا په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام یا ډبلیو اف پي لویه تمویلونکې ده او سږ کال یې څه باندې ۴۶۰ میلیونه ډالره همکاري ورسره کړې.

توماس ویسټ له افغانانو سره د امریکا د کلک هوډ ډاډ څرګند کړی.