د انارو شل ټنه محموله د افغان کارټ په نوم د حکومتي شرکت له لوري صادريږي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خونه نړيوالو مارکېټونو ته د افغانستان د تازه مېوې صادرات د اقتصادي پياوړتیا په برخه کې مهم ګام بولي.
د کندهار سوداګر بيا د سوداګرۍ په برخه کې د ستونزو د هوارۍ غوښتنه کوي.
دا په داسي حال کې ده چې د تېرو شپږو ورځو راهیسې د سپین بولدک – چمن دروازه د هر ډول صادراتو او وارېداتو په پرمخ تړل شوي ده.
نور تفصیل د صادق رښتيني په راپور کې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5