امريکا په چين، هانګ کانګ او عربي اماراتو کې پر يو شمېر شرکتونه بنديز ولګاوه

د امريکا بيرغ

د امریکا د خزانې وزارت پرون (پنجشنبه) په چین، هانګ کانګ او متحده عربي اماراتو کې پر ۱۳ شرکتونو بنديزونه ولګول.

دا بنديزونه د ایران په اړه د امریکا د بندیزونو د نه رعایتولو او د ایران د تېلو د جانبي محصولاتو په پلور کې د مرستې په خاطر لګول شوي دي.

د امریکا د خزانې وزارت له خبرپاڼې سره سم، چې په خپله رسمي ویبپاڼه کې یې خپره کړې ده، دغو کمپنیو د ایران د تېلو د ملي شرکت په شمول د هغو شرکتونو په نیابت، چې امریکا پرې بندیزونه لګولي، د سلګونو میلیون ډالرو په ارزښت د ایران د پتروشیمي او تېلو جانبي محصولات د اسیا په ختیځ کې پلورلي دي.

تر دې مخکې هم امريکا پر يو شمېر شرکتونه بنديزونه لګولي و.