مارکس پوتزل فارياب کې له فعالانو سره د ښځو پر حقونو خبرې کړي

په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت مرستیال مارکس پوتزل

په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت مرستیال مارکس پوتزل وايي، د سوله‌ییز او باثباته افغانستان لپاره داسې پراخې پروسې ته اړتیا ده چې د ټولو افغانانو، په تېره بیا د ښځو او اقلیتونو حقونه رعایت کړي.

یوناما په یوه ټویټ کې پرون وویل، ښاغلي پوتزل دا خبره د فاریاب ولایت په مرکز میمنې کې د مدني ټولنې له استازو او طالب چارواکو سره په کتنه کې وکړه.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ښځې په اکثرو دولتي ادارو کې له کار کولو منع شوي او نجونې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو ته نه پرېښودل کېږي.