طالبانو باميان کې يو هلک او نجلۍ د اړيکو په تور په متروکو وهلي دي

باميان ولايت - ارشيف

د بامیان ولایت ځینې اوسېدونکي وايي چې طالبانو پرون په دغه ولایت کې یو هلک او یوه نجلۍ د تار لرلو په تور په متروکو وهلي دي.

د بامیان ښار یوه اوسېدونکي، چې د امنیتي ستونزو په خاطر یې نه‌غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې نجلۍ او هلک د عامو خلکو په مخکې ووهل شول.

د افغانستان د ځینو ځايي رسنیو د راپور له‌مخې، هلک او نجلۍ له کابله بامیان ته تللي وو او د طالبانو له لوري په بندامیر کې په درو ووهل شول.

طالب چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.