ايټاليا افغانستان کې د لرغونو ځايونو د رغونې کارونه بيا پيلوي

باميان - ارشيف

ایټالیايي چارواکي وايي چې د افغانستان د لرغونو اوتاریخي ځایونو د ترمیمولو نیمګړې کارونه بیا پیلوي.

ایټالیايي رسنیو پرون (پنجشنبه) راپور ورکړ چې د دغه هېواد د کلتوري، تعلیمي او سیاحتي څانګې مسوولې کریستینا منګازي له افغانستان سره د خپل هېواد کلتوري اړیکو ته په اشارې وویل، هیواد یې په افغانستان کې خپلې نیمګړې کلتوري پروژې بیا پيلوي.

راپور کې ويل شوي، په دې لړ کې یې ډېر تمرکز د افغانستان پر لرغونو او تاریخي ځایونو په تېره بیا په بامیان ولایت دی.

د تېر کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته اکثرو هېوادونو په افغانستان کې خپلې پروژې نیمګړې پرېښودې.