د طالبانو حکومت د مسکو غونډې له ځينو مادو هرکلی کړی

د طالبانو بيرغ

د طالبانو حکومت وايي د مسکو د ناستې د هغه دریځ هرکلی کوي چې د یوه سوله‌ییز، خپلواک او ځان بسیا افغانستان پر اړتیا یې ټینګار کړی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن د مسکو د ناستې په اړه چې پرون له افغانستان پرته د شاوخوا ۱۴ هېوادونو په ګډون جوړه شوې وه یوه اعلامیه خپره کړه.

د اعلامیې یوه برخه د وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل لوستې او د خپل حکومت ژمنې یې د سیمې هېوادونو ته بیان کړي.

نوموړي ويلي: "هيڅ فرد او ډلې ته به اجازه ورنه‌کړو چې د سیمې د ثبات پر خلاف اقدام وکړي. په دې هدف مو وار دمخه د فتنه ګرو ډلو او مخدره توکو د کښت او قاچاق پر خلاف کوټلي ګامونه پورته کړي دي."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د مسکو ناستې په څېر د سیمې په غونډو کې د دوی د حکومت د استازیو ګډون کولای شي دغه ناستې لا جامع او موثرې کړي.

د مسکو د غونډې د پای په اعلامیه کې ټینګار شوی چې په افغانستان کې د لنډمهاله حکومت لپاره د ملګرو ملتو په ډول د نړیوالو موسسو تر څارنې لاندې هڅې وشي.

له طالبانو غوښتل شوې دي چې د نشه‌يي توکو د له منځه وړلو او قاچاق په برخه کې دې په خپلو ژمنو ودریږي او د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره جدي اقدامات وکړي.