توماس وېسټ او شهرزاد اکبر د ښځو او نجونو پر حقونو خبرې کړي

ارشيف

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېست ویلي چې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون له مخکینۍ مشرې شهرزاد اکبر سره یې د ښځو، نجونو او لږکیو د حقونو د نقض او په ملي کچه د خبرو په اړتیا بحث کړی.

توماس وېسټ نن په خپل ټوېټر دا څرګندونې کړي.

هغه په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د مستندولو او څار په خاطر د شهرزاد اکبر هڅې ستایلې دي.

شهرزاد اکبر د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره وه چې د طالبانو په بیا واکمنېدو یې کمېسیون منحل شو.