اروپايي ټولنې افغانستان سره د ۳۶ ټنه درملو د مرستې خبر ورکړی

افغانستان سره د درملو مرسته، انځور - ارشيف

اروپایي ټولنې له افغانستان سره د شپږ دېرش ټنه دوا او روغتیایي وسایلو د مرستې خبر ورکړ.

په افغانستان کې د دې ټولنې ماموریت په ټویټر کې لیکلي دي چې دا مرستې پرون په الوتکه کې کابل ته ورسېدې.

تر دې دوې ورځې مخکې اروپایي ټولنې له بې‌وزله افغانانو سره د پنځه اویا میلیونه یورو د مرستې خبر ورکړی و.

تېره اونۍ د خوړو نړیوال پروګرام تایید کړه چې د اروپایي ټولنې پنځوس میلیونه یورو مرسته یې ترلاسه کړې ده.