پاکستان: هغه بهرنيان چې قانوني اسناد ونه‌لري تر درې کلونو پورې يې زنداني کوو

د پاکستان بيرغ

پاکستان وایي، هغه بهرنیان به چې اسناد نه‌لري او دغه هېواد ته ورځي تر دریو کلونو پورې زنداني شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي، کومو بهرنیانو چې په پاکستان کې د مهاجرت اسناد ترلاسه کړې دي او د دې اسنادو موده پای ته رسېدلې ده باید له دې هېواده ووځي، کنه زندان ته به واستول شي.

په دې خبرپاڼه کې راغلې دي چې دا کسان باید د ډسمبر تر یو دېرشمې مخکې له پاکستانه ووځي.

د پاکستان دې پرېکړې هغه افغان کډوال اندېښمن کړې دي چې دې هېواد ته په دې نیت ورغلي دي چې له دې ځایه به نورو هېوادو ته ځي.

پاکستان په وروستیو کې په سلګونو افغان کډوال نیولي دي.

تېره اونۍ په خواله رسنیو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې پاکستاني پولیسو افغان کډوال په رسیو په یوه بل پسې تړلې دي.