د ناټو سرمنشي: د پولنډ پر خاوره لګېدلي توغندي قصدي عمل نه و

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ

د ناټو سرمنشي او د پولنډ ولسمشر وایي چې د پولنډ پر خاوره لګیدلي توغندي قصدي نه و او ښایي د اوکراین د هوایي دفاع توغندي وي چې پر پولنډ لګېدلي دي او هلته یې دوه تنه وژلي دي.

د پولنډ ولسمشر اندری دودا پرون وویل، د هغو اطلاعاتو له مخې چې دوی ترلاسه کړي دي او ناټو یې هم لري( ایس درې سوه) توغندي په شوروي اتحاد کې جوړېدل او داسې هیڅ شواهد نه‌شته چې دا روسي پوځیانو ویشتلي وي.

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ هم وویل چې د نومبر په پنځلسمه ښایي د روسیي توغندیو د مخنيوی لپاره اوکرایني پوځیانو ډزې کړې وي او دا توغندي د پولنډ پر خاوره لګېدلي وي.

روسیې هم دا خبره رد کړې ده چې د ناټو غړی هېواد، پولنډ یې پر توغندیو ویشتلی دی.