سټولټنبرګ: پولنډ کې چاودنې د اوکراین د دفاعي توغندیو له کبله شوي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو سرمنشي وایي، د دغه سازمان په غړي هېواد پولنډ کې چاودنې په ظاهره د اوکراین د دفاعي توغندیو له کبله شوي دي.

په دغو چاودنو کې چې د پولنډ په ختیځ کې د اوکراین کرښې ته نږدې شوي دي، دوه تنه وژل شوي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي، د پولنډ دننه د توغندیو لګېدل که څه هم د روسیې کار نه دی، خو دی وایي، مسوولیت یې روسیې ته ور اوړي.

د ینس سټولټبنرګ او ځینو نورو لوېدیځو ډيپلوماتانو استدلال دادی چې روسیې په اوکراین کې جګړه پيل کړې او د هر ډول عواقبو او اغېزو پړه هم د مسکو پر غاړه ده.

سټولټڼبرګ د ناټو د غړو هېوادونو د سفیرانو له بېړنۍ غونډې وروسته دا څرګندونې یوه خبري کانفرانس ته وکړې.

هغه ویلي، د پولنډ چاودنې د اوکراین د جګړې خطر په ډاګه کوي، خو زیاته یې کړه، دوی داسې شواهد نه ویني چې روسیه دې په قصدي ډول د ناټو د کوم غړي هېواد پر وړاندې د پوځي اقدام نیت ولري.

دا پېښه پرون داسې مهال وشوه چې پر اوکراین د روسیې له خوا توغندیز بریدونه د یرغل له پیل راهیسې تر ټولو زیات پراخ شوي دي.