خېبر پښتونخوا کې شپږ پاکستاني پوليس وژل شوي

انځور- ارشيف

پاکستاني چارواکي وايي وسله‌والو کسانو په خېبر پښتونخوا ایالت کې د پولیسو په یوه موټر کې شپږ کسان وژلي دي.

د پولیسو افسر ربنواز خان نن سهار وویل، په لکي مروت ولسوالۍ سیمه کې دا حمله هغه مهال وشوه چې پولیس په سیمه کې د ګزمې په حال کې و.

بریدکوونکي په تېښته بریالي شوي دي.

د دې حملې مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو اسلامپالې ډلې، له هغې ډلې پاکستاني طالبان په دې سیمه کې فعال دي او کله ناکله پر امنیتي ځواکونو وسله والې حملې کوي.

د ربنواز خان په وینا چې په دې اړه تحقیقات پیل شوي دي.