د امريکا ولسمشر له اوکراين سره ۳۷مليارد ډالره مرسته پام کې نيولې

د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن په پام کې لري چې له اوکراین سره څه باندې ۳۷ملیارد ډالره مرسته وکړي.

په داسې حال کې چې روسیې ته د تېرو نهو میاشتو په جګړو کې ډېر تلفات اوښتي، تمه ده چې دا لویه مالي مرسته به د اوکراین ملاتړ وکړي.

دا مرسته داسې مهال اعلانېږي چې پر اوکراین د روسیې حملې دوام لري او په دې ترڅ کې د روسیې پوځ پرون پر اوکراین ګڼ راکټونه وتوغول.

دا توغندي د اوکراین په څو سیمو کې د انرژۍ پر تاسیساتو ولګېدل چې په نتیجه کې یې په پلازمېنه کییف او نور ښارونو کې تیاره خوره شوه.

اوکرایني چارواکي وايي چې په کییف کې دې حملو لږ تر لږه یوتن وژلی او درې نور یې ټپیان کړي او درې نور کسان په نورو سیمو د روسیې په راکټي حملو کې ټپیان شوي دي.