ملګرو ملتونو ايران کې د اعتراض کوونکو د خوشې کېدو غوښتنه کړې

ايران کې اعتراضونه

ملګرو ملتونو پرون سې شنبه په ایران کې د سوله ییزو اعتراضونو پر مهال د زرګونو نیول شویو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

د ایران رژیم په دغه هېواد کې پر روانو اعتراضونو فشارونه زیات کړي دي.

په ایران کې ۸ اوونۍ مخکې دغه اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول چې د مهسا امیني په نوم یوې ۲۲ کلنې ښځې د پولیسو په توقیف کې ساه ورکړه.

هغه په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور نیول شوې وه.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویلي، په ایران کې یو نیول شوی معترض له وړاندې په مرګ محکوم شوی دی.

د دغه دفتر ویاند جرمي لاورنس په جنیوا کې خبریالانو ته وویل، د ایران له چارواکو غوښتنه کوو، چې د سوله ییزو اعتراضونو په تړاو ټول نیول شوي کسان خوشې کړي.