د افغانستان تر ۱۴ کلونو کم‌عمره فوټبال لوبغاړي نن د ازبکستان په وړاندې لوبه کوي

د افغانستان تر ۱۴ کلونو کم‌عمره فوټبال لوبغاړي، انځور - ارشيف

ټاکل شوې د افغانستان د فوټبال تر ۱۴ کلونو کم عمره لوبغاړي نن چهارشنبه د ازبکستان په وړاندې مسابقه وکړي.

د افغانستان د فوټبال فډراسیون په خپله رسمي فېسبوک پاڼه کې لیکلي، دغه مسابقه به د کابل پر وخت تر غرمې مخکې ۱۱ بجې پیل شي.

د افغانستان تر ۱۴ کلونو کم عمره لوبډله توانېدلې د اسیا د مرکز د مسابقو په لړ کې ترکمنستان او ایران ته ماتې ورکړي.

په تاجکستان کې دغه لوبې د نوامبر پر نهمه پیل شوي، چې تر را روانې شنبې ورځې دوام کوي.