ټاکل شوې نن مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه جوړه شي

روسيه کې تېر کال د افغانستان په تړاو غونډه چې طالبان هم وربلل شوي وو، انځور - ارشيف

تمه کېږي، د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» په نوم غونډه د طالبانو د سرپرست حکومت د استازو په نه موجودیت کې نن جوړه شي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د لړم/عقرب پر ۱۸مه د روسیې ټاس خبري اژانس ته ویلي وو، چې دغې غونډې ته د طالبانو استازي نه‌دي بلل شوي.

هغه یې دلیل ونه وایه.

د طالبانو حکومت ویلي، چې د طالبانو نه بلل له روسیې سره پر دوه اړخیز تعامل منفي اغېز کوي او دا غونډه به نامکمله وي.

تېر کال د مسکو فارمټ په غونډه کې چې د روسیې په کوربه‌توب وشوه، طالبانو وروسته له هغې ګډون وکړ، چې د ګډون بلنه ورکړل شوه.

په نننۍ غونډه کې د چین، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ایران، پاکستان، هند، قرغزستان، قزاقستان او روسیې استازي برخه لري.

له دغو هېوادونو یوه هم، د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.