زلنسکي: روسي ځواکونو په خرسون کې ټولې مهمې ودانۍ ویجاړې کړي

د خرسون هوايي ډګر چې د روسي ځواکونو له لوري ویجاړ شوی.

د اوکراین ولسمشر وایي، روسي ځواکونو په خرسون ښار کې ټولې مهمې ودانۍ ویجاړې کړي دي.

ولودمیر زلنسکي تېر ماښام د نومبر په ۱۴مه خپله شپنۍ وینا کې وویل، روسي ځواکونو له ښاره د وتلو پر مهال په لوی لاس د برښنا، مخابراتو او تلوېزیون تاسیسات نړولي.

د اوکراین پوځي چارواکو د تېرې جمعې په ورځ خبر ورکړ چې خرسون ښار یې له روسانو ونیوه او د دوی خپل ځواکونه په کې ځای په ځای شول.

د اوکراین د انرژي شرکت پرون دوشنبه وویل، دوی هڅه کوي چې د ژمي په درشل کې د انرژۍ نړول شوي تاسیسات بېرته ورغوي.