قطر کې د فوټبال نړیوال جام د ټکټونو پلور په تور ۳ بهرنیان نیول شوي

ارشیف

قطري چارواکو اعلان کړی چې په دوحه کې یې په تور بازار کې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړیوال جام د ټکټونو د پلور په تور دری بهرنیان نیولي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د قطر د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دغه کسان له بېلابېلو هېوادونو سره تړاو لري او د نړیوال جام له پرانیستلو شپږ ورځې مخکې نیول شوي دي.

په بیان کې، وزارت زیاته کړې چې نیول شوي کسان به تر دوه نیم لکه ریاله پورې جریمه شي چې شاوخوا اته شپېته زره ډالره کېږي.

د نیول شویو کسانو هویت نه دی په ډاګه شوی.

خلک هره ورځ په دوحه کې د فوټبال د نړیوال فدراسیون، فیفا د رسمي ټکټ پلورنځیو مخې ته د نړیوال جام د ټکټونو اخیستلو لپاره په قطار کې ولاړ دي.

د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام به د نومبر په ۲۰ نېټه پیل شي.