د امریکا او چین ترینګلې اړیکې؛ د دواړو هېوادونو ولسمشرانو سره وکتل

د امریکا او چین ولسمشران د روغبړ پرمهال

په داسې حال کې چې د متحدایالاتو او چین ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې شوي دي ولسمشر جوبایډن نن له خپل چینايي سیال شي جین پېنګ سره وکتل.

دواړه هېوادونه د تایوان له مسئلې نیولې تر سوداګرۍ پورې، د بېلابېلو مسایلو پرسر اختلافونه لري.

بایډن د امریکا د ولسمشر په توګه له غوره کېدو وروسته نن د لومړي ځل لپاره د اندونیزیا په بالي ټاپو کې د نړۍ د شلو لویو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې له پیل کېدو مخکې له شي سره وکتل.

د جي شل سرمشریزه سبا سه شنبې پیلېږي او تمه ده چې پر دې غونډه به پر اوکراین د روسیې د یرغل له کبله د رامنځ ته شوي کړکېچ سیوری خپور وي.