د ایران سپاه پاسداران ځواک د عراق شمال کې ځینې اهداف ویشتلي

د ایرنا، تسنیم او فارس په ګډون خبري آژانسونو چې له سپاه پاسدران سره تړلې دي، راپور ورکړی چې د عراق د کردانو په سیمه کې د تروریستي ډلو مرکزونه د میزایلونو او ډرونونو په حملو کې په نښه شوي دي.

د ایران سپاه پاسداران ځواک د عراق د شمال په کرد مېشته سیمه کې ځینې اهداف ویشتلي دي.

د ایرنا، تسنیم او فارس په ګډون خبري آژانسونو چې له سپاه پاسدران سره تړلې دي، راپور ورکړی چې د عراق د کردانو په سیمه کې د تروریستي ډلو مرکزونه د میزایلونو او ډرونونو په حملو کې په نښه شوي دي.

د عراق د شمالي ښار- کوی ښاروال طارق حیدري ویلي چې د کردانو د سیمې مرکز اربیل ته نږدې په دې ښار کې د ایراني کردانو د یوه ګوند پر مرکزي دفتر په برید کې لږترلږه یو تن وژل شوی او لس نور ټپیان دي.

اسوشیتیدپریس خبري آژانس د ایران د کردستان دیموکراتیک ګوند د یو امنیتي چارواکي له قوله خبر ورکړی چې په دې حمله کې د ګوند غړو ته تلفات اوښتي خو په اړه یې جزییات نه دي ورکړي.

دې چارواکي له رسنیو سره د خبرو اجازه نه درلوده، نو ځکه یې د خپل نوم له ښودلو ډډه وکړه.

دا ګوند چې په تبعید کې دی، د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب وروسته د ایران د حکومت پرضد وسله واله مبارزه کوي.