فرانسې او برېتانيا د کډوالو برخه کې يوه موافقه لاسليک کړه

افغان کډوال - ارشيف

فرانسې او برېتانیا نن هغه موافقه لاسلیک کړه چې له مخې به یې دواړه هېوادونه له فرانسې څخه په وړو کشتیو کې برېتانیا ته د کډوالو د اوښتو مخه نیسي.

برېتانیا ته د دې کډوالو- چې لویه برخه یې افغانان دي اوښتل، د دواړو هېوادونو ترمنځ له کلونو راهیسې د لانجې یو علت و.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت وايي، د دوه اړخیزې موافقې له مخې برېتانیا به فرانسې ته د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو لپاره نژدې ۷۵ میلیون ډالر ورکوي، څو په خپلو شمالي سواحلو کې په امنیتي ګزمو کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راولي.

لندن او پاریس دا موافقه هم کړې چې تخنیکي او بشري امکانات به ځانګړي کوي څو د فرانسې په سواحلو کې د تفتیش، کنټرول او د غیرقانوني خوځښتونو د کشف چارې سمبال کړي.