د خرسون ښار تر بيا نيولو وروسته اوکرايني ځواکونه د خلکو له تود هرکلي سره مخ شول

خرسون ښار کې د اوکرايني ځواکونو هرکلی

د اوکراین ځواکونه د خرسون ښار تر بیا نیولو وروسته د خلکو له تود هرکلي سره مخ شول.

د راپورونو له مخې خلکو د اوکراین بیرغونه له ځانه سره لېږدول او واټونو ته په راوتلو سره یې د خپلو پوځیانو هرکلی وکړ.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي د دغه هېواد په جنوب ختیځ کې له روسي ځواکونو د خرسون ښار بیا نیول یوه لویه او تاریخي لاسته راوړنه یاده کړه.

زلنسکي ژمنه ورکړې چې د دغه ښار د څنډو د تصفیې لپاره به عملیات دوام پيدا کړي.