ډيلي صباح: ترکیه څه باندې ۵ زره افغانان له خپلې خاورې باسي

ارشیف: له ترکیې شړل شوي یو شمېر افغانان

ډيلي صباح:

ترکیه کې حکومت پلوه ډيلي صباح ورځپاڼې لیکلي چې ترکیې د سږ میلادي کال له پیله له یو سل او یو زرو زیات ناقانونه کډوال له خپلې خاورې شړلي دي.

ورځپاڼې د ترکي چارواکو په حواله ویلي، د ډیپورت شویو کډوالو دا شمېر د تېر کال پرتله ۱۵۲ فیصده زیاتوالی ښيي.

مطلب کې راغلي، له ترکیې د ډیپورت شویو کډوالو لوی شمېر یې افغانان او په دویم قدم کې پاکستاني اتباع دي.

ډیلي صباح لیکلي، سږ کال ترکیې ۵۷ زره افغانان په چارتر او نورو عادي الوتکو کې بېرته افغانستان ته استولي.

وړاندې راغلي، ترکي چارواکي دا مهال د نږدې ۱۹ زرو نورو ناقانونه کډوالو په ډیپورټولو کار کوي چې دې ډله کې هم څه باندې پنځه زره افغانان شامل دي.

که څه هم د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته له افغانستانه د ناقانونه کډوالو څپه ګړندۍ شوې، خو ډيلي صباح د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردغان په حواله لیکلي، ترکیه افغانانو ته د پنا ورکولو یا خوندي ځای برابرولو مسوولیت نه لري.

د مطلب په پای کې راغلي چې ترکیې له ایران سره د پولې خوندیتوب ته اضافي سرتېري لېږلي څو پر دغې پولې د ناقانونه کډوالو د اوښتو مخه ونیسي.

ترکیه دا مهال د شاوخوا پنځه میلیونه ناقانونه کډوالو کوربه ده، خو د دغه هېواد امنیتي ځواکونه وخت نا وخت له کډوالو سره په ناوړه چلند او شکنجې تورن شوي دي.

تازه څو ورځې وړاندې د انقرې پولیسو وویل چې پنځه افغان پنا غوښتونکي د خپل استوګنځي دننه د چړې په وسیله وژل شوي دي.

د دغې پېښې انګېزه معلومه نه ده، خو پولیسو یې په اړه د پلټنو خبره کړې ده.

پرینټ انلاین:

له هنده خپرېدونکې ده پرینټ انلاین ورځپاڼې لیکلي، سخت ژمی په افغانستان او اوکراین کې بې ځایه شویو ته په تمه دی.

ورځپاڼې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ یا "یو ان اچ سي آر" پر هغو اندېښنو تمرکز کړی دی چې ویلي یې دي، میلیونونه بې ځایه شوي کسان په افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې له خطرناک او بې ساري ژمي سره مخامخېدونکي دي.

د کډوالو دغې ادارې ویلي، ډېر دغه بې ځایه شوي به د ژمي پر مهال له داسې وضعیت سره مخامخ شي چې همهاله به د خوراکي موادو د اخیستو او ځان پټولو وس نه لري.

مطلب کې لیکل شوي چې د ژمي پر مهال د افغانستان په یو شمېر سړو سیمو کې د حرارت درجه منفي ۲۵ ته ښکته کېږي، خو اندېښنه دا ښودل شوې چې همدې هوا کې یو شمېر کورنۍ تر خیمو لاندې ژوند کوي.

د مطلب په پای کې راغلي سېلونو او زلزلو سږ کال په ټول افغانستان کې زرګونه کورونه ړنګ کړي چې د اکثرو هغو اوسېدونکي لا هم نه دي توانېدلي چې خپلې ورانې مېنې بېرته ورغوي.