د نغدو پیسو مرسته؛ کابل ته د ۴۰ میلیون ډالرو یوه بله کڅوړه رسېدلې

ارشیف

د افغانستان بانک، چې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې دی، وايي چې د بشري مرستو په دوام کې کابل ته د ۴۰ میلیون ډالرو یوه بله کڅوړه رسېدلې.

د افغانستان بانک پر اساس، دا په یوه اوونۍ کې دویمه څلوېښت میلیون ډالري کڅوړه ده چې کابل ته رسېږي.

دغه بانک نن په یوه خبرپاڼه کې همداراز ویلي چې دا پیسې د افغانستان یوه خصوصي بانک ته سپارل شوي دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش په وروستیو کې وویل چې د امریکا د بهرنیو چارووزارت د هغو یو میلیارد ډالرو د مصرف په اړه د ده پوښتنو ته ځواب نه وايي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته متحدو ایالتونو افغانستان ته استولي دي.