بایډن له خپل چینايي سیال سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کوي

ولسمشر بایډن نن یکشنبه په اندونیزیا کې د جي شل د سرمشریزې په څنډه کې له شي جیم پینګ سره ولیدل.

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، هڅه کوي چې له خپل چینايي سیال شي جین پینګ سره په حساسو خبرو کې د واشنګټن او پیکینګ په ترینګلیو اړیکو کې سرې کرښې څرګندې کړي.

ولسمشر بایډن نن یکشنبه په اندونیزیا کې د جي شل د سرمشریزې په څنډه کې له شي جیم پینګ سره ولیدل.

د دوواړو مشرانو په خبرو کې له سوداګرۍ رانیولې د چین په شین جین کې د بشري حقونو وضعیت او د تایوان ټاپو په شمول بېلابېل مسایل شامل دي.