چارواکي: په ارزګان کې د چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی

د افغانستان په عمومي نقشه کې د ارزګان ولایت موقعیت

ارزګان کې د یوې ناچاودې مرمۍ چاودنې یو ماشوم وژلی او بل یې ټپي کړی دی.

په ارزګان کې د طالبانو د والي ویاند احسان الله حماس نن ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښه سهار مهال د ترینکوټ ښار اړوند چشمه مهران سیمه کې شوې ده.

د نوموړي په خبره پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې دې ماشومانو د کور مخې ته له دې مرمۍ سره لوبې کولې.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د سره صلیب نړیوالې کمېټې اندېښنه ښودلې وه چې افغانستان کې ناچاوده مهمات هر کال سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړوي.