د افغان کرکټ لوبډلې لوبغاړي د سریلانکا له سفر مخکې اماراتو ته روان شول

اماراتو ته روان شوي د کرکټ ملي لوبډلې ځینې لوبغاړي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي د سریلانکا پر وړاندې له سیالیو مخکې د تمریناتي کمپ او چمتووالي په موخه متحده عربي اماراتو ته روان شول او د دې کمپ له پای ته رسېدو وروسته به د سریلانکا پر لور وخوځيږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې په دغه تمریناتي کمپ کې ۲۴ لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی چې د ملي لوبغاړو ترڅنګ یې د کورني کرکټ یو شمېر غوره کارکردګۍ ښودونکي لوبغاړي هم برخه دي.

د یاد تمریناتي کمپ په نوملړ کې رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدراڼ، شاهد کمال، اکرام علي خېل، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشدخان، مجیب الرحمن، ضیا اکبر، نوراحمد، فضل حق فاروقي، فرید ملک، یمین احمدزی، نجات مسعود، عظمت عمرزی، قیس احمد، ابراهیم عبدالرحیمزی، عبدالرحمن، شرف الدین اشرف او بهیر شاه محبوب ځای پر ځای شوي دي.

د بورډ د معلوماتو پر بنسټ دغه کمپ به د روانې نومبر میاشتې په ۱۳مه نېټه پیل شي چې د همدې میاشتې تر ۲۱مې نېټې پورې به دوام وکړي.

د سرچینې په وینا د غوراوي کمېټې مشر نورالحق ملکزي ویلي، یاد تمریناتي کمپ د راتلونکو سیالیو لپاره د پوره چمتووالي او تکړښت په موخه د لوبغاړو لپاره یو ښه فرصت دی چې باید پوره ګټه ترې پورته کړي.

هغه وايي: "په دغه تمریناتي کمپ کې به لوبغاړي بشپړ چمتو شي او دغه راز به موږ د دوی بشپړه ارزونه وکړو څو د سریلانکا پر وړاندې د راتلونکو سیالیو لپاره ترې څوک غوره کړو. دغه راز د یادو لوبغاړو په لېست کې د کورني کرکټ دوه ځلېدونکو لوبغاړو هر یوه ابراهیم عبدالرحیمزي او بهیر شاه محبوب ته هم ځای ورکړل شوی دی."

ویل کېږي چې کرکټ بورډ د ابراهیم عبدالرحیمزي او بهیرشاه محبوب د ویزو لپاره هم غوښتنلیکونه لېږلي چې د متحده عربي اماراتو د ویزو له ترلاسه کولو وروسته به د یاد تمریناتي کمپ برخه شي.

افغان کرکټ ملي لوبډله به له یاد شوي کمپ وروسته د سریلانکا پر وړاندې د درېیو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په موخه یاد هېواد ته سفر وکړي.

ټاکل شوې چې افغان لوبډله به د روانې نومبر میاشتې په ۲۵مه، ۲۷مه او ۳۰مه د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې سیالۍ ترسره کړي.