د بایډن په ګډون د جنوب ختیځې اسیا د هېوادونو مشران غونډه کوي

د امریکا د ولسمشر جوبایډن

په داسې حال کې چې د چین او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ رقابت په زیاتېدو دی ټاکل شوې چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن په ګډون د جنوب ختیځې آسیا د هېوادونو مشران نن غونډه وکړي.

کمبودیا د جنوب ختیځې آسیا د غړو هېوادونو د ټولنې آزیان او د ختیځې آسیا د موازې ټولنې د سږنۍ کلنۍ سرمشریزې کوربه ده. په پام کې ده چې د روسیې د بهرنیوچارو وزیر سیرګي لاوروف هم په ځینو غونډه کې ګډون وکړي او په عین حال کې د اوکراین د بهرنیوچارو وزیر دیمیتري کولیبا د آزیان له غړو هېوادونو سره د دوستۍ او همکارۍ د یوې موافقې د لاسلیک لپاره په کمبودیا کې دی، ځکه کییف غواړي چې له دې ټولنې سره نژدې همکاري وکړي.